ایکنانیوز د میډل ایست نیوز په حواله راپور راکړ، د عراق د کورنیو چارو وزیر د خبرپاڼې دفتر په یوې اعلامیې کې ویلي: عبدالامیر الشمري، د کورنیو چارو وزیر، د دویمې فیدرالي پولیسو کنډک په مرکز کې د یو پراخ کنفرانس مشري وکړه، چې په هغه کې د وزارت د پولیسو او استخباراتي برخو مرستیالانو، د بغداد د عملیاتو قوماندانانو، د فیدرالي پولیسو او یو شمېر امنیتي قوماندانانو او افسرانو ګډون درلود.
د دغه کنفرانس موخه د حضرت امام جواد (ع) د شهادت د کلیزې د مراسمو د امنیت د خوندیتوب لپاره د چمتووالي ارزونه وه.
په اعلامیې کې ویل شوي چې د عراق د کورنیو چارو وزیر د بغداد د عملیاتو قوماندان څخه د امنیتي ادارو د فعالیتونو په اړه لنډ راپور واورېد او یو لړ مهمې سپارښتنې یې صادرې کړې.
هغه د ټولو اړوندو وزارتونو او ادارو ترمینځ پر ګډې ملګرتیا، د تخصصي ځواکونو او مدني دفاعي ګزمو چمتو کولو او په استخباراتي هڅو باندې پر تمرکز ټینګار وکړ.
د عراق د کورنیو چارو وزیر همدارنګه د وسلهوالو نندارو پر بشپړ مخنیوي، په تفتیشونو کې پر دقت او د ګاډو د رش او ګڼې ګوڼې یا بندښت مخنیوي او د ترافیک د روان ساتلو غوښتنه وکړه.
د یادولو وړ ده چې د غبرګولي د میاشتې۶ نیټه ، چې د ذیالقعدې د میاشتې له ۳۰ مې سره برابره ده، د حضرت امام جواد (ع) د شهادت کلیزه ده، او په دې مناسبت زائرین او د اهل بیت (ع) مینهوال د عراق زیارتي ځایونو ته ورځي او د غم او ماتم مراسم ترسره کوي.
https://iqna.ir/fa/news/4283999